د اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له بریا وروسته د پکتیکا او خوست په زرګونو اوسیدونکي سړکونو ته راووتل او ولمانځل شول.
د دغو دوو ولایتونو په زرګونو اوسېدونکو د استرالیا د پیاوړې لوبډلې پر وړاندې د کرکټ د ملي لوبډلې بریا په شاندارو مراسمو او نڅاګانو ولمانځله.
باید وویل شي، چې د افغانستان او اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه نن سهار د ویسټ انډیز په ارنوسوال لوبغالي کې ترسره شوه.
په دې لوبه کې د افغانستان ملي لوبډلې د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په ټولنیزو شبکو کې د کرکټ د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې د دغې خوږې بریا هرکلی د هېوادوالو په پراخه کچه څرګند شوی دی.
جمهورخبري آژانس