پنجشېر کې ځايي سرچینې وايي، په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې په نتيجه کې د دغې ډلې دوه تنه جنګيالي وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه څو ورځې وړاندې د پنجشېر ولايت د شاتول ولسوالۍ د "رويدره" په کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په دې جګړه کې يو طالب وژل شوى او يو بل ټپي دى.
د دغې نښتې لامل او انګیزه لا هم څرګنده نه ده.
خو؛ عيني شاهدان وايي چې طالبانو له دغې نښتې وروسته يو شمېر سيمه ييز اوسېدونکي نيولي او بنديان کړي دي.
جمهورخبري آژانس