د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل نوي فرمان کې د نیمروز مرستیال والي مولوي عبدالقیوم روحاني د خوست د والي په توګه ټاکلی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه (د سرطان ۴مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د حکم پر اساس د خوست پخوانی والي ملا بسم الله عبدالله له دندې ګوښه کړی دی. د ملي امنیت د عمومي ریاست اداري او امنیتي مرستیال او د نیمروز پخوانی مرستیال مولوي عبدالقیوم روحاني د خوست د والي په توګه ټاکل شوي دي.
د طالبانو ویاند د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت د مالیې او بودجې پخوانی رییس محمد وزیر د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې د مشر په توګه ټاکلی دی.
جمهورخبري آژانس