پنجشېر ولايت کې امنيتي سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د فراه د جومات امام نيولى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ملا امام، چې "مولوي صوفي عزيز" نومېږي، د طالبانو د حکم خلاف د لوى اختر د لمانځه د ادا کولو په تور د دغې ډلې د استخباراتو له خوا نيول شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې مولوي صوفي عزيز له خپل زوى سره د سرطان په دويمه د شنبې په ورځ په پنجشېر کې د طالبانو د استخباراتو رييس احضار شو او بيا بندي شو.
ویل شوي چې نوموړی د یکشنبې په ورځ د کوچني اختر د لمانځه د ادا کولو په تور نیول شوی او یوه ورځ وړاندې طالبانو د لوی اختر اعلان کړی و.
په همدې حال کې طالبانو په تازه پېښه کې د پنجشیر ولایت د شتل ولسوالۍ د «رودره» کلي ۷ تنه اوسېدونکي هم نیولي دي.
دغه کسان دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو ترمنځ له نښتې وروسته نيول شوي دي .
جمهورخبري آژانس