د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په بغلان کې درې وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره شپه یې په بغلان کې د طالبانو د ښاري قرارګاه اړوند په یوه موټر برید وکړ.
د خبر په اساس دغه برید د پلخمري ښار په «پل مدن» سیمه کې ترسره شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې برید کې یو طالب وژل شوی او د دې ډلې دوه نور جنګیالي ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس