د طالبانو د اپوزیسیون څلورمه غونډه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې پیل شوه.
دغه غونډه نن دوشنبه د سرطان په څلورمه نېټه له غرمې وروسته د یو شمېر هغو څېرو په ګډون پیل شوې چې له طالبانو سره مخالفت کوي.
محمد محقق، احمد مسعود، رنګین دادفر سپنتا او د سیاسي او نظامي جریانونو یو شمېر استازي په دې غونډه کې ګډون کوي.
د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري په خپله یوه پاڼه کې لیکلي چې «نن د څلورم ځل لپاره د ویانا بهیر سیاسي او مدني ځواکونه د افغانستان د دیموکراتیکې راتلونکې لپاره په ګډه کار کوي. "
هغه زياته کړه، چې په دې غونډه کې د هېواد د بېلابېلو قومونو او مذهبونو د مشهورو شخصيتونو په ګډون د څه باندې ٦٥ سياسي او مدني ډلو مشرانو او استازو ګډون کړى دى.
باید وویل شي، چې د ویانا غونډه د افغانستان په اړه د اتریش د نړیوالو چارو د انستیتوت کوربه ده.
جمهورخبري آژانس