د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د راتلو خبرداری ورکړی دی.
دې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن دوشنبه د سرطان ۴ او سبا په بدخشان، بغلان، تخار، پنجشیر، پروان، نورستان، کنړ، ننګرهار، لوګر، خوست، پکتیا، میدان وردګو، کابل، بامیان، سمنګان، کابل، بامیان او سمنګان ولایتونو کې… په سرپل، فاریاب او د باران امکان شته.
د اعلان پر بنسټ، په بېلابېلو ځایونو کې د اورښت اندازه د ۱۵ او ۳۵ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د هېواد په شمال، لوېديځو، سوېلي او مرکزي ولايتونو کې له دوړو سره د قوي بادونو د ورېدو امکان شته.
اعلامیې زیاته کړې چې د دې بادونو سرعت به په ساعت کې له ۵۰ او ۸۰ کیلومترو ترمنځ وي.
جمهورخبري آژانس