د بدخشان ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې د کوچیانو د وسله والو په ډزو کې ۸ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د يکشنبې په ورځ د سرطان د مياشتې په درېيمه نېټه د بدخشان ولايت د تګاب ولسوالۍ د "ميرکاني" کلي په يلاق سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې وسله والو کوچيانو د سيمې پر لاريون کوونکو ډزې کړې، چې له امله يې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
وسله وال طالباد بدخشان ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې د کوچیانو د وسله والو په ډزو کې ۸ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.
ن هم دغه پيښه تاييدوي او وايي چې څلور تنه يې نيولي دي.
بايد يادونه وشي، چې کوچيان تل په ټول افغانستان کې د څړځايونو پر سر له لسو اوسېدونکو سره په شخړه کې دي. خو طالبان د افغانستان تر نیولو وروسته د هغوی بشپړ ملاتړ کوي.
جمهورخبري آژانس