۰

طالبانو په هرات کې د هوټلونو خاوندانو ته امر کړی چې د نارینه او ښځو د اختلاط مخه ونیسي

سی شنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۵
په هرات کې د طالبانو مشر عزیزالرحمن مهاجر د تالارونو، هوټلونو، رسټورانټونو او جوس پلورنځیو له خاوندانو وغوښتل چې په خپلو کاري ځایونو کې د ښځو او نارینه وو له ګډوډۍ ډډه وکړي.
طالبانو په هرات کې د هوټلونو خاوندانو ته امر کړی چې د نارینه او ښځو د اختلاط مخه ونیسي
په هرات کې د طالبانو مشر عزیزالرحمن مهاجر د تالارونو، هوټلونو، رسټورانټونو او جوس پلورنځیو له خاوندانو وغوښتل چې په خپلو کاري ځایونو کې د ښځو او نارینه وو له ګډوډۍ ډډه وکړي.

دغه طالب چارواکي د دوشنبې په ورځ د تلې په ۲۳مه د هرات له سوداګرو سره په کتنه کې دا هم وویل چې د ښځو د کار ځایونو ته دې له حجاب پرته د ننوتو مخه ونیسي.

هغه ټینګار وکړ چې په هرات کې باید د خیر د حکم او له بدو د منع قانون په جدي توګه پلی شي.

د طالبانو مشهور مشر هم د سوداګرو په کاري ځایونو کې د موسیقۍ غږولو خبرداری ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي