۰

د طالبانو ډله په استانبول کې د حلال نړیوال نندارتون ته بلل شوې

سی شنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۷
د طالبانو د ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې دغې ډلې ته د استانبول د هلال په نړیوال نندارتون کښې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د طالبانو ډله په استانبول کې د حلال نړیوال نندارتون ته بلل شوې
د طالبانو د ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې دغې ډلې ته د استانبول د هلال په نړیوال نندارتون کښې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د اعلامیې له مخې؛ د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې؛ د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د صنایعو خونې او غالۍ اوبدونکو او صادرونکو اتحادیې له استازو سره د ۲۰۲۴ کال د استانبول حلال نړیوال نندارتون کې د دغې ډلې د ګډون او ګډونوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

طالبانو ویلي، چې دغه نندارتون به د روان کال د چنګاښ له شپږمې تر نهمې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړ شي او د لومړي ځل لپاره به د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت او خصوصي سکتور په کې ګډون او محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي