۰

المان یوه بله ډله افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي

شنبی ۶ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۸
المان په پام کې لري چې یوه بله ډله افغان کډوال هم افغانستان ته واستوي.
المان یوه بله ډله افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي
المان په پام کې لري چې یوه بله ډله افغان کډوال هم افغانستان ته واستوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوې المانۍ ورځپاڼې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې چارواکو له یوه سیمه ییز شریک سره ګډ کار پیل کړی څو د افغانانو یوه ډله د المان له عمومي ټاکنو مخکې ولېږي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د المان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند دا خبره تایید کړه چې د دې افغان کډوالو د ایستلو پر پلان کار روان دی خو زیاته یې کړه چې دا پرېکړه د جنوري د ۲۳مې له ټاکنو سره هېڅ راز تړاو نه لري.

ویاند همدراراز یادونه کړې چې دا ډله افغانان به هغه مهال افغانستان ته په یوه الوتنه کې واستول شي چې شرایط ورته برابر شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي