۰

پکتیا؛ د سپینې شګې تفریحي سیمه کې ٢٠٠ میلیونه افغانۍ پانګونه کیږي

دوشنبه ۱۵ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۰۴
د پکتیا ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ سپینې شګې پارک یو خصوصي شرکت ته د ١٢ کالونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی دی.
پکتیا؛ د سپینې شګې تفریحي سیمه کې ٢٠٠ میلیونه افغانۍ پانګونه کیږي
د پکتیا ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ سپینې شګې پارک یو خصوصي شرکت ته د ١٢ کالونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره به یاد شرکت (میرزا ګټوازي ګروپ) به د ٦ کالونو په موده کې د ٢٠٠ میلیونه افغانیو په لګښت دې سیمه کې د قرارداد له مخې پانګونه کوي او هر کال به ا.ا ته ٢ میلیونه افغانۍ ورکوي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد شرکت به دغه راز سپینې شګې تفریحي سیمه کې د سیلانیانو لپاره راتلونکو ۶کلونو کې یو معیاري هوټل، کلینیک، کوټکي بازار څخه دې سیمې ته غځیدلی ۷ کیلومتره سړک، د لوبو لپاره ځای، نانوايي، ورکشاپ او ٢٤ ساعته برېښنا او د اوبو اسانتیاوې برابروي.

سرچینې زیاته کړې، چې ولایتي چارواکو د یاد شرکت مسؤلینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او غوښتنه یې کړې، چې په لوړ معیار داخلي او بهرنیو سیلانیانو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي