د پنجشېر ولایت د اقتصاد ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په پریان او درې ولسوالیو کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په لګښت د ۶۰ بېلابېلو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دغه پراختیایي پروژې په پریان او درې ولسوالیو کې د اکتید موسسې په مالي ملاتړ د یو میلیون ۶۵۰ زره ډالرو په لګښت پلې کېږي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د کرنیزو کانالونو، سړکونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي، چې پر مټ یې ۱۲۰۰ کسانو ته د کار زمنیه هم برابره شوې ده.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یادو پروژو په پلې کېدو خوښي څرګندوي او له دولت څخه د ورته نورو ټولګټو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کوي.
جمهورخبري آژانس