د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې راستنېدونکو افغانانو ته یې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره ۴.۵ مټریک ټنه طبي مرسته کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په بیان کې راغلي چې دا مرسته د راستنېدونکو بېړنیو اړتیاوو د پاملرنې لپاره شوې ده. د یاد بنسټ په خبره دا روغتیايي توکي به په راتلونکو درېیو میاشتو کې د راستنېدونکو په دوو مرکزونو کې سلګونو وګړو ته اړین خدمات چمتو کړي.
دغه بنسټ زیاتوي، چې روغتیايي توکي لوی بابا ترانزیتي او کابل انکیشمینټ روغتیايي مرکزونو ته په واک کې ورکړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ له افغان راستنېدونکو سره د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او په وینا یې تازه روغتیايي مرستې به په راتلونکو درېیو میاشتو کې د کابو ۲ زرو ناروغانو اړتیاوې پوره کړي.