اتلانتیک شورا له انډیانا بنسټ سره په همکارۍ د روانې زیږدیزې میاشتې پر ۱۳مه نېټه د "افغانستان پر وړاندې د متحده ایالاتو د سیاست غوراویو ارزونې" پر چورلیز یوه غونډه جوړوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه شورا په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د سیاسي او امنیتي لیدلوریو پر پایلو، د متحده ایالاتو سټراټېژیکو ګټو او د افغانستان په تړاو د امریکا د راتلونکي سیاست په اړه خبرې اترې وشي.
د اتلانتیک شورا د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي، د دې سربېره، چې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ اوږدمهاله او متحده سټراټېژي نشته؛ خو له ترهګرۍ سره مبارزه، بشري مرستې او د بنديانو په ازادېدو کې ځینې پرمختګونه شوي دي.
دغه شورا ویلي، موږ به په دغه هېواد د تحول په حال کې، د سیاسي او امنیتي لیدلورو، د امریکا د سټراټېژیکو ګټو لپاره د هغې پایلې او په افغانستان کې د امریکا د سیاست د پرمختګ مسیر وارزوو.
جمهورخبري آژانس