د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې د میردک، بهاولپور او د آزاد کشمیر په ځینو برخو کې د ملکي سیمو باندې د هند د هوايي ځواکونو بریدونه په کلکه غندل شوي او دا یې د ملي حاکمیت او نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.
اسلام آباد، په داسې حال کې چې د مناسب غبرګون خبرداری ورکوي، په نړیواله ټولنه یې غږ وکړ چې د هند پارونکي اقدامات وغندي.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن، د غوايي ۱۷ په یوه رسمي اعلامیه کې په خپله خاوره کې د هند پوځي بریدونه په کلکه وغندل. د بیان له مخې، د هند هوايي ځواک، د اوږد واټن ویشتونکو وسلو په کارولو سره او د پاکستان هوايي حریم ته د ننوتلو پرته، د آزاد جمو او کشمیر په میردکی، بهاولپور، او همدارنګه کوټلي او مظفرآباد کې سیمې په نښه کړې.
دا بریدونه، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو شهادت رامنځته شو، پاکستان د "ښکاره یرغل" او "بزدلانه عمل" په توګه بیان کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا عمل د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوال قانون او د دولتونو ترمنځ د اړیکو د نورمونو سرغړونه بلل شوې، او خبرداری یې ورکړی چې دا بریدونه نه یوازې د پاکستان د ملي حاکمیت سرغړونه ده، بلکې په سیمه کې د سوداګریزو هوايي ترافیک خوندیتوب ته هم جدي ګواښ دی.
اسلام آباد دا ادعا هم کړې چې هند د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د ناوړه ګټې اخیستنې او "د قرباني کولو جعلي کیسه" په کارولو سره سیمه ایز سوله او امنیت له خطر سره مخ کړی دی.
دا بیان په داسې حال کې راځي چې د جنوبي اسیا د دوو اټومي قدرتونو ترمنځ تاوتریخوالی په پاهلګام کې د وروستي برید وروسته زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې په حواله، پاکستان خپل حق خوندي کړی چې په هر وخت او ځای کې مناسب ځواب ووایی، او ټینګار یې وکړ چې د دې هیواد حکومت، وسله وال ځواکونه او خلک د هند د تیري په وړاندې متحد دي او د "اوسپنیز ارادې" سره به د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د هند پارونکي اقدامات وغندي او په هغه سیمه کې چې دوه اټومي وسله وال هیوادونه شتون لري د تاوتریخوالي د زیاتوالي مخه ونیسي.
په بیان کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې د هند بې پروا اقدامات کولی شي دواړه هیوادونه د یوې لویې شخړې په درشل کې راولي.
جمهورخبري آژانس