د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان لپاره د عربي متحده اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملا برادر ویلي، په دې کتنه کې چې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني هم حضور درلود؛ دواړو لوريو د افغانستان او عربي متحدو اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو په ځانګړي ډول اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، د عربي متحده اماراتو پانګه وال کولی شي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
همدا رنګه د افغانستان لپاره د عربي متحده اماراتو ځانګړي استازي ویلي چې دوی غواړي په کابل کې د خپل هېواد د پانګه والو او سوداګرو کنفرانس جوړ کړي او په کې به د افغانستان لپاره پر هغو پروژو خبرې وشي چې پر مټ به یې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.
جمهورخبري آژانس