د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي، سیف محمد خلفان او مل پلاوي یې د اوسپنې پټلۍ له مرستیال، محمد اسحاق صاحبزاده سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د اوسپنې پټلۍ اړوند د وروستیو پرمختګونو، دوه اړخیزو همکاریو او ګڼو نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
په دغو خبرو کې د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي، سیف محمد خلفان ژمنه کړې چې هڅه به کوي چې عرب سوداګر د افغانستان د وسپنې پټلۍ برخه کې پانګونې ته را جلب کړي.
جمهورخبري آژانس