د پاکستان د پنجاب ایالتي چارواکو اعلان کړی، چې پر دغه هېواد د هند د تېرې شپې له برید وروسته په دې ایالت کې تعلیمي ادارې رخصت شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د راپورونو پر اساس د هند په جمو کې هم ښوونځي او پوهنتونونه رخصت شوي دي.
د جمو زون مشر رامېش کمار ویلي، اوسني وضعیت ته په کتو به نن په جمو، سامبا، کتوا، راجوري او پونچ کې ټول ښوونځي، کالجونه او ښوونیزې ادارې رخصت وي.
جمهورخبري آژانس