د هند د پوځ د عملیاتو مشر، جنرال راجیو ګی وايي، د هند پوځ د روانې اونۍ په پیل کې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او د پاکستان دننه په نورو سیمو کې عملیات وکړل چې په ترڅ کې له ۱۰۰ زیات جنګیالي چې مهم مشران یې هم پکې شامل و، وژل شوي دي.
د جمهور آزانس د خبر له مخې اسوشیټېډ خبري اژانس راپور ورکړی چې جنرال ګی وویل، د هند وسلهوالو ځواکونو د وسلهوالو نهه تاسیسات او د روزنې مرکزونه په نښه کړي چې پکې د لشکر طیبه ډلې مرکزونه هم شامل دي.
راپور زیاته کړې چې دغه ډله هند د خپلو مهمو ترهګریزو بریدونو او د کشمیر د شخړې تر شا مسووله ګڼي.
هغه په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ هغوی په بشپړ ډول ناڅاپي له بریدونو سره مخ کړل.» هغه زیاته کړه، د پاکستان غبرګون «بېنظم او ګډوډ» و.
دواړو هېوادونو تر خبرو وروسته د اوربند هوکړه وکړه چې د تېرو څو لسیزو نښتو له منځه تر ټولو جدي پوځي شخړې ته یې د پای ټکی کېږدي.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د دواړو لورو ترمنځ د سپکو وسلو ډزې، توپچي بریدونه، توغندي او ډرون بریدونه وشول چې په ترڅ کې لسګونه کسان و وژل شول.
اخوا د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال احمد شریف هم په یوه خبري غونډه کې ویلي، د هند د چهارشنبې سهار وختي توغندیز بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پوځ ټول ټال ۲۶ هندي پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.
جمهورخبري آژانس