د فراه ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې په تېرو درېیو میاشتو کې د ۳۷.۲ میلیونه افغانیو په لګښت بېلا بېلې کرنیزې پروژې پلې شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو ۳ میاشتو کې د فراه ولایت د مرکز په ګډون په فراهرود، پشترود او بالا بلوک ولسوالیو کې ګڼ شمېر کرنیزې پروژې چې په کې د کانالونو، سربندونو، استنادي دېوالونو، چکډېمونو او پلګوټو جوړول شامل دي پلې کړې دي.
مسوولین زیاتوي د یو شمېر نورو کرنیزو پروژو چارې اوس هم روانې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
جمهورخبري آژانس