۰
دوستم:

د طالبانو په رسمیت پېژندل د ترهګرۍ د پیاوړتیا او د سیمې د بې ثباته کولو په لور یو ګام دی

شنبی ۱۴ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۳:۳۱
د افغانستان ملي اسلامي غورځنګ د روسیې فدراسیون لخوا د طالبانو ډلې په رسمیت پیژندلو پریکړه د ترهګرۍ د پیاوړتیا او د سیمې د بې ثباته کولو په لور د اندیښنې وړ ګام وباله.
د طالبانو په رسمیت پېژندل د ترهګرۍ د پیاوړتیا او د سیمې د بې ثباته کولو په لور یو ګام دی
د افغانستان ملي اسلامي غورځنګ د روسیې فدراسیون لخوا د طالبانو ډلې په رسمیت پیژندلو پریکړه د ترهګرۍ د پیاوړتیا او د سیمې د بې ثباته کولو په لور د اندیښنې وړ ګام وباله.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د مارشال دوستم په مشرۍ د افغانستان ملي اسلامي غورځنګ تېره شپه (د چنګاښ ۱۳ مه) د روسیې لخوا د طالبانو ډلې د په رسمیت پیژندلو پریکړې په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې طالبان یوه غیرقانوني او ویره اچوونکې ډله ده چې په تیرو څلورو کلونو کې یې افغانستان د فقر، ظلم او د زور او تاوتریخوالي له لارې د ملیونونو خلکو کډوالۍ ته کش کړی دی.

دغه ګوند خبرداری ورکړی چې د طالبانو لپاره د نړیوالو قدرتونو ملاتړ به نه یوازې په سیمه کې مشروع نظامونه له منځه یوسي، بلکې داسې اور به هم ولګوي چې ډېر ژر به یې وخوري.

ګوند زیاته کړه چې د طالبانو حکومت د خلکو د رایو پایله نه ده، بلکې د یوې پوځي کودتا پایله ده چې د بهرني ملاتړ سره تحمیل شوې او د ښځو، اقلیتونو او سیاسي مخالفینو د حقونو سیستماتیک ځپلو سره مل ده.

په اعلامیه کې د خلکو په کورونو او ځمکو کې د ترهګرو ډلو لپاره د روزنیزو مرکزونو جوړولو ته هم اشاره شوې، او ویل شوي چې دا کړنې په مستقیم ډول د سیمې امنیت ګواښي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي