د طالبانو اقتصادي مرستیال د باکو نړیوال سمندري بندر څخه لیدنه وکړه او له دې لارې یې د ترانزیت د اسانتیا غوښتنه وکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ارګ شنبې (د چنګاښ ۱۴ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ډلې د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د اذربایجان باکو نړیوال سمندري بندر څخه لیدنه وکړه.
ملا برادر له اذربایجاني چارواکو وغوښتل چې له دې لارې د افغانستان صادراتو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
طالبانو د اذربایجاني چارواکو په حواله اعلان وکړ چې دوی چمتو دي چې د دې بندر له لارې چې د لاجوردو دهلیز په اوږدو کې موقعیت لري، افغان صنعتي توکي، کرنیزې محصولات او کانونه ترکیې او اروپا ته صادر کړي، او همدارنګه یې د ایران له لارې روسیې ته د اورګاډي پټلۍ په کارولو سره د افغانستان سوداګریز توکي لیږدولو ته چمتووالی ښودلی.
د دې سفر په جریان کې، دواړو خواوو ګډ تخنیکي کمیټې وټاکلې ترڅو د دې بندر له لارې د ګډې سوداګرۍ او ترانزیت د رامینځته کولو او د افغان صادراتو د اسانتیا لپاره د لارې هوارولو لپاره موجوده اسانتیاوې او ترانسپورتي لارې وارزوي.
د باکو نړیوال سمندري بندر اوس مهال په کلني ډول د ۱۵ میلیونه ټنو توکو د لیږد ظرفیت لري، چې تمه کیږي په راتلونکي کې ۲۵ میلیونه ټنو ته لوړ شي.
جمهورخبري آژانس