۰

د طالبانو او پاکستان د سیاسي مشورتي میکانیزم د غونډې لومړۍ دوره په اسلام آباد کې ترسره شوه

سی شنبه ۱۷ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۴۳
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ډلې او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړۍ غونډه په اسلام آباد کې ترسره شوه.
د طالبانو او پاکستان د سیاسي مشورتي میکانیزم د غونډې لومړۍ دوره په اسلام آباد کې ترسره شوه
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ډلې او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړۍ غونډه په اسلام آباد کې ترسره شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخط‌د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن سه شنبې (د چنګاښ ۱۷ مه) په خپل اېکس پاڼه لیکلي، د ډلې پلاوی د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي رییس نور احمد نور په مشرۍ او د پاکستاني پلاوي مشري د افغانستان او لویدیځې آسیا لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید علي اسد ګیلاني کوي.

طالبانو لیکلي چې په غونډه کې دوه اړخیز سیاسي مسایل، سوداګرۍ، ټرانزیټ همکارۍ او سیمه ییز اتصال په اړه بحث وشو.

هغه وویل چې دواړو خواوو په پاکستان کې د افغان بندیانو او کډوالو د ستونزو په حل او د افغان ناروغانو او سوداګرو لپاره د ویزې د صادرولو په اسانتیا هم ټینګار وکړ.

د غونډې په پای کې، دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د موجوده ننګونو د حل لپاره به خپل تعامل ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي