د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) اعلان وکړ چې د دې ادارې او اسلامي پراختیایي بانک (IDB) یوه پلاوي د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې له یوه ښوونځي څخه لیدنه وکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) اعلان وکړ چې د دې ادارې او اسلامي پراختیایي بانک (IDB) یوه پلاوي د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې له یوه ښوونځي څخه لیدنه وکړه.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د رسنیو دفتر نن، چهارشنبه (د اګست ۸مه) په یوه بیان کې وویل چې د اسلامي پراختیایي بانک او ادارې یوه پلاوي بامیان ته سفر وکړ او په یکاولنګ ولسوالۍ کې جوړ شوي ښوونځي څخه یې لیدنه وکړه.
په بیان کې ویل شوي چې په دې سیمه کې، د ماشومانو لپاره زده کړې ته لاسرسی خورا مهم دی او نوی جوړ شوی ښوونځی اوس پنځه ګاونډیو کلیو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو ډلې د نفوس له نیمایي څخه ډیر (ښځې او ماشومان) له زده کړې څخه بې برخې کړي دي.
جمهورخبري آژانس