د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان وکړ چې د آغا خان خیریه بنسټ ۱۱ کوچنیو متشبثینو ته د کاري وسایلو ویش کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت تیره شپه ناوخته (دچنګاښ ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د بامیان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره په همغږۍ، د آغا خان بنسټ ۱۱ کوچنیو متشبثینو ته چې د لبنیاتو پروسس، خیاطۍ او لاسي صنایعو په سکتورونو کې کار کوي د کار وسایل ویشلي دي.
د هر متشبث لپاره، د لبنیاتو د پروسس سکتور کې ۱۴ توکي، د خیاطۍ سکتور کې ۲۱ توکي او د لاسي صنایعو په سکتور کې ۱۹ توکي ویشل شوي، چې ټولټال ۸۵۸۰۰۰ افغانۍ ارزښت لري.
د بامیان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست هم له نورو مرستندویه سازمانونو څخه وغوښتل چې په بیلابیلو سکتورونو کې له دې ادارې سره همکاري وکړي.
جمهورخبري آژانس