د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره په لیدنه کې وویل چې هیواد یې غواړي د افغانستان په ثبات، ټرانزیټ، خوراکي امنیت او هر اړخیز پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبې (د چنګاښ ۲۱ مه) په یوه بیان کې وویل چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مارات نورتولیوف سره په کابل کې ولیدل.
دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو، اقتصادي همکارۍ، سیمه ایزو فرصتونو، ټرانزیټ پروژو او د سیاسي تفاهم زیاتولو په اړه بحث وکړ.
مولوي امیر خان متقي د ډلې په وړاندې د قزاقستان د دریځ د څرګندولو په ترڅ کې، هیله څرګنده کړه چې د دواړو خواوو ترمنځ رغنده تعامل به د ملګرتیا او متقابل باور د زیاتولو لپاره په اوږدمهاله همکارۍ بدل شي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو سره د سیاسي، اقتصادي او علمي همکارۍ د پراخولو لپاره د خپل هیواد په کلکه هوډ ټینګار وکړ او ویې ویل چې هیواد یې غواړي د افغانستان په ثبات، ټرانزیټ، خوراکي امنیت او هر اړخیز پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي.
طالبانو ویلي چې دواړو خواوو د تورګنډي-هرات د اورګاډي د پټلۍ د پروژې په اړه د شویو هوکړو څخه د رضایت په څرګندولو سره، د تخنیکي همکاریو د دوام موافقه وکړه.
جمهورخبري آژانس