د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په ننګرهار ولایت کې یې یو کس د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن (د چنګاښ ۲۱ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د ننګرهار ولایت د پولیسو د قوماندانۍ پولیسو یو کس د تښتوونکو له بند څخه خوشې کړ چې درې ورځې وړاندې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د تښتوونکو له خوا تښتول شوی و.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه کس د خوشې کېدو په بدل کې د هغه له کورنۍ څخه ۱۰۰۰۰۰ امریکایي ډالر غوښتل شوي وو.
په اعلامیه کې زیاته شوې ده: په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي او د تښتوونکو د موندلو هڅې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې په هیواد کې د بې وزلۍ او بې کارۍ د زیاتوالي سره، ځوانان د دندو د نشتوالي له امله په مختلفو جرمي جرمونو لاس پورې کوي.
جمهورخبري آژانس