۰

د جلال آباد-کنړ لویه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۲۵
د طالبانو د فواید عامې وزارت اعلان کړی چې د جلال آباد-کنړ لویه لاره چې د روانو سیلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بیرته پرانیستل شوې ده.
د جلال آباد-کنړ لویه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه
د طالبانو د فواید عامې وزارت اعلان کړی چې د جلال آباد-کنړ لویه لاره چې د روانو سیلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بیرته پرانیستل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند اشرف حق شناس نن دوشنبې (د چنګاښ ۲۳مه) په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د جلال آباد-کنړ لویه لاره چې پرون په شیوه ولسوالۍ کې د بارانونو او سیلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، د فواید عامې وزارت د پرسونل او ماشینونو له خوا پاکه شوه او تېره شپه ۱۲ بجې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

طالبانو لیکلي چې د پنجشیر ولایت د عبدوا او بهارک سیمو کې د سیلابونو له امله رسوبي مواد د سړک سطحې ته راغلي وو، چې د فواید عامې وزارت د پرسونل او ماشینونو له خوا پاک شول او لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د فواید عامې وزارت تل هڅه کوي چې د بارانونو او سیلابونو پر مهال د هیواد لویې لارې او سړکونه د عامه ترافیکو پر مخ خلاص وساتي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي