۰

طالبان او جرمني د قونسلګرۍ خدماتو د برابرولو په اړه خبرې کوي

سی شنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۲:۳۷
په قطر کې د طالبانو د سفارت مشر د افغانستان لپاره د جرمني سفارت له شارژدافیر سره وکتل ترڅو په جرمني کې مېشتو هېوادوالو ته د قونسلګرۍ خدماتو د برابرولو په اړه بحث وکړي.
طالبان او جرمني د قونسلګرۍ خدماتو د برابرولو په اړه خبرې کوي
په قطر کې د طالبانو د سفارت مشر د افغانستان لپاره د جرمني سفارت له شارژدافیر سره وکتل ترڅو په جرمني کې مېشتو هېوادوالو ته د قونسلګرۍ خدماتو د برابرولو په اړه بحث وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په قطر کې د طالبانو سفارت نن سې شنبې  (د چنګاښ ۲۴ مه) په یوه بیان کې وویل چې د سفارت مشر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د جرمني سفارت له شارژدافیر رولف ډیټر ډینهارډ سره ولیدل.

دواړو خواوو په جرمني کې افغان اتباعو ته د قونسلګرۍ خدماتو د برابرولو، له ایران او پاکستان څخه راستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د بشري مرستو، روغتیایی مرستو او نورو مهمو مسلو په اړه هم خبرې وکړې.

سفارت په یوه جلا بیان کې وویل چې سهیل شاهین د قطر د اوقافو او اسلامي چارو له وزیر غانم بن شاهین بن غانم الغانم سره هم ولیدل.

دواړو خواوو د اوقافو او مذهبي چارو په برخه کې د ګډې همکارۍ او همدارنګه په افغانستان کې د شته فرصتونو په چوکاټ کې د قطر د دولت د مرستې په اړه خبرې وکړې.

د قطر د اوقافو وزیر ژمنه وکړه چې دوی به په هغو برخو کې چې بحث پرې شوی اړین همکاري چمتو کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي