۰

په نیمروز ولایت کې ۲۳ کیلوګرامه تریاک کشف شول

سی شنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۲:۴۵
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې په نیمروز ولایت کې ۲۳ کیلوګرامه تریاک کشف کړل.
په نیمروز ولایت کې ۲۳ کیلوګرامه تریاک کشف شول
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې په نیمروز ولایت کې ۲۳ کیلوګرامه تریاک کشف کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۴ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د نیمروز ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو د ولایت په کنک ولسوالۍ کې د پلټنې په ترڅ کې ۲۳ کیلوګرامه تریاک کشف کړل.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې قضیې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او د پولیسو پلټنې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو ډلې په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د مخدره توکو کښت او تولید صفر ته راټیټ کړی دی.

په هرصورت، د طالبانو د دې ادعا برعکس چې د مخدره توکو کښت او تولید صفر ته راټیټ شوی، نړیوال سازمانونه په خپلو راپورونو کې وايي چې په افغانستان کې د مخدره توکو کښت او تولید ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي