د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اعلان کړی چې وچکالۍ د افغانستان ۱۹ ولایتونه سخت اغیزمن کړي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۴ مه) اعلان وکړ چې وچکالۍ د افغانانو ستونزې زیاتې کړې او شمالي ولایتونو ته یې تر ټولو زیات زیان رسولی دی.
دغه سازمان وویل چې د وچکالۍ په پایله کې، په افغانستان کې کرنیز محصولات کم شوي، څړځایونه وچ شوي او د اوبو سرچینې هم کمې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ټینګار وکړ چې که څه هم وچکالۍ په ټولو افغان خلکو منفي اغیزه کړې، خو د کلیوالو خلکو ژوند تر ټولو ډیر په خطر کې دی.
جمهورخبري آژانس