۰

طالبانو د سوریې په خاوره د اسراییلو برید غندلی

پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۴۷
د طالبانو ډلې په یوه پیغام کې د سوریې په خاوره، په ځانګړې توګه د دمشق په ښار د اسراییلو برید غندلی دی.
طالبانو د سوریې په خاوره د اسراییلو برید غندلی
د طالبانو ډلې په یوه پیغام کې د سوریې په خاوره، په ځانګړې توګه د دمشق په ښار د اسراییلو برید غندلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د چهارشنبې په شپه (د چنګاښ ۲۵ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د طالبانو امارت د سوریې په خاوره، په ځانګړې توګه په دمشق او نورو سیمو کې د اسراییلو رژیم بریدونه په سختو ټکو غندي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا ډول بریدونه نه یوازې د یو خپلواک هیواد د حاکمیت سرغړونه ده، بلکې یو سیستماتیک جرم هم دی چې موخه یې په سیمه کې د بې ثباتۍ او ګډوډۍ خپرول دي.

د طالبانو ډلې د سیمې له اغیزمنو هیوادونو او اړوندو ادارو څخه وغوښتل چې د دې بریدونو په وړاندې خپل مسؤلیت ترسره کړي، د دې بریدونو د تکرار مخه ونیسي، او د سوریې د خلکو او مشروع حکومت خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.

د یادونې وړ ده چې صهیونیسټ رژیم نن د سوریې په بیلابیلو برخو بمباري وکړه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي