۰

طالبانو د خصوصي روغتیايي مرکزونو څارنه پیل کړه

شنبی ۲۲ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۲:۵۲
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې د خصوصي روغتیايي مرکزونو څارنه پیل کړې ده.
طالبانو د خصوصي روغتیايي مرکزونو څارنه پیل کړه
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې د خصوصي روغتیايي مرکزونو څارنه پیل کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن شنبې (د وږي ۲۲مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت د طبي شورا د مشر فقیر محمد زیار په مشرۍ د خصوصي روغتیايي مرکزونو د څارنې لپاره یوه کمیټه جوړه شوې او د خصوصي روغتیايي مرکزونو څارنه یې پیل کړې ده.

د دې څارنې موخه د هیواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د کورنیو او بهرنیو ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیايي کارمندانو شتون، د فعالیتونو، تعلیمي اسنادو، جوازونو او د استوګنې اسنادو تنظیمول دي او د سرغړونو په صورت کې به قانوني او اړین اقدامات ترسره شي.

طالبانو ویلي چې د څارنې دا پروسه به له کابل وروسته د هیواد په نورو ولایتونو کې د روغتیا قوانینو د پلي کولو په هدف دوام ومومي او د سرغړونکو پر وړاندې به قانوني اقدام وشي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي