ځینې رسنیو کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سفر خبر ورکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرچینو شنبې (د وږي۲۲مه) تایید کړه چې د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسیدلی دی.
د سرچینو په وینا، ټاکل شوې ده چې هغه له طالب چارواکو سره وګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او طالبانو تر اوسه د دې سفر او د هغې د هدف په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس