۰

په شپږو ولایتونو کې د باران او سیلاب وړاندوینه

یکشنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۶:۳۱
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې د هیواد په شپږو ولایتونو کې د باران او سیلاب احتمال اعلان کړ.
په شپږو ولایتونو کې د باران او سیلاب وړاندوینه
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې د هیواد په شپږو ولایتونو کې د باران او سیلاب احتمال اعلان کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې نن یکشنبې (د وږي ۲۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د هیواد په شپږو ولایتونو کې د باران او سیلاب احتمال شتون لري. په اعلامیه کې ویل شوي چې دا امکان سبا په نورستان، کنړ، ننګرهار، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې شتون لري.

په مختلفو ځایونو کې د باران اندازه د ۱۰ او ۲۵ ملی مترو ترمنځ ارزول شوې ده.

دې ادارې په شمال لویدیځ، لویدیځ، جنوب ختیځ، جنوب ختیځ او مرکزي سیمو کې د قوي بادونو د احتمال په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

په مختلفو ځایونو کې د دې بادونو سرعت په ساعت کې د ۵۰ او ۹۰ کیلومترو ترمنځ اټکل شوی دی.

جمهور خبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي