۰

د پلخمري-دوشي سړک د ترمیم او پخولو کار پیل شوی دی

چهارشنبه ۲ میزان ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۵۹
د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند په بغلان ولایت کې د ۳۷.۹ ملیون افغانیو څخه زیاتو په ارزښت د پلخمري-دوشي سړک د ترمیم او پخولو کار پیل اعلان کړ.
د پلخمري-دوشي سړک د ترمیم او پخولو کار پیل شوی دی
د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند په بغلان ولایت کې د ۳۷.۹ ملیون افغانیو څخه زیاتو په ارزښت د پلخمري-دوشي سړک د ترمیم او پخولو کار پیل اعلان کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اشرف حق شناس نن چهارشنبې (د تلې ۲مه) په خپله اېکس پاڼه په یوه اعلامیه کې لیکلي: د ۳۷.۹ ملیون افغانیو څخه زیاتو په ارزښت د پلخمري-دوشي سړک د ترمیم او پخولو کار د سیمه ییزو طالبانو په شتون سره پیل شوی دی.

دا سړک شاوخوا ۲۸ کیلومتره اوږد دی او د هیواد ۹ شمالي ولایتونه له پلازمینې سره نښلوي. د دې پروژې د ترمیم او پخولو کار به په ۵ میاشتو کې بشپړ شي.

د دې پروژې په بشپړیدو سره به د ښاریانو د ترانسپورت ستونزې حل شي او د سوداګریزو او کرنیزو توکو په لیږد کې به ډیرې اسانتیاوې رامنځته شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي