د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ کال د اسیا د فوټبال جام د غوراوي په سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې له میانمار سره مخ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبه به نن چهارشنبې (د تلې ۲مه) د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو ترسره شي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ کال د اسیا د فوټبال جام وروستي پړاو ته لاړه شي حتی که په دې لوبه کې مساوي هم وي.
د هیواد د فوټسال ټیم خپله لومړۍ لوبه د مالدیپ په وړاندې د ۱۰-۱ په نمرې سره وګټله.
جمهورخبري آژانس