د طالبانو د ادارې مرستیال د قطر له سفیر سره وکتل او له قطري پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د کرنې، انرژۍ او کانونو په سکتورونو کې پانګونه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن چهارشنبې (د تلې ۲مه) د قطر له سفیر سعید بن مبارک الخیارین سره ولیدل.
سعید بن مبارک الخیارین د قطر او افغانستان ترمنځ د دوستانه، مذهبي او تاریخي اړیکو ستاینه وکړه او ویې ویل چې هیله لري چې دا اړیکې به د دواړو هیوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې نورې هم پیاوړې او پراخې شي.
د طالبانو د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ادعا کړې چې اوس مهال، د دې قانون له مخې، د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ښه فرصتونه شتون لري، او موږ د مختلفو هیوادونو، په ځانګړې توګه قطر څخه له پانګوالو څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې د کرنې، انرژۍ او کانونو په برخو کې پانګونه وکړي.
جمهورخبري آژانس