په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې اروپايي ټولنې دې سازمان ته ۴.۶ ملیون ډالر ورکړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د رسنیو دفترنن چهارشنبې (د تلې ۲ مه) په یوه بیان کې وویل چې اروپايي ټولنې د افغانستان خلکو ته ۴.۶ ملیون ډالر ورکړي دي.
په بیان کې ویل شوي چې دا مرسته به ډاډ ترلاسه کړي چې د ملګرو ملتونو هوايي خدمت خپل فعالیت ته دوام ورکړي او د مرستندویه کارکوونکو د خوندي تګ راتګ او د افغانستان ځینو لرې پرتو ټولنو ته د اړینو مرستو رسولو لپاره یوه حیاتي اړیکه وساتي.
WFP زیاته کړه چې اوس مهال، له ۱۰۰ څخه ډیر بشري سازمانونه، د ملګرو ملتونو ادارې او ډیپلوماتیک ماموریتونه په افغانستان کې د دې هوايي خدمت راجستر شوي کاروونکي دي.
د پروګرام له مخې، د ملګرو ملتونو هوايي خدمت سږ کال تر اوسه پورې له ۱۶۰۰ څخه ډیرې الوتنې ترسره کړې دي.
جمهورخبري آژانس