۰

ترکیه له افغانستان سره د سوداګریزې همکارۍ لپاره د هڅو د زیاتوالي ډاډ ورکوي

چهارشنبه ۲ میزان ۱۴۰۴ ساعت ۱۶:۳۹
په کابل کې د ترکیې د سفارت مشر د هرات ولایت د طالبانو له والي سره ولیدل او له افغانستان سره یې د سوداګریزې همکارۍ لپاره د هڅو د زیاتوالي ډاډ ورکړ.
ترکیه له افغانستان سره د سوداګریزې همکارۍ لپاره د هڅو د زیاتوالي ډاډ ورکوي
په کابل کې د ترکیې د سفارت مشر د هرات ولایت د طالبانو له والي سره ولیدل او له افغانستان سره یې د سوداګریزې همکارۍ لپاره د هڅو د زیاتوالي ډاډ ورکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات د طالبانو د والي د رسنیو دفتر نن چهارشنبې (د تلې ۲مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې په کابل کې د ترکیې د سفارت مشر جنګ اونال په هرات کې د دې ولایت له والي اسلام جار سره ولیدل.

جنګ اونال د هرات له والي سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د کونړ د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې په برخه کې د خپل هیواد د همکارۍ په اړه خبرې وکړې او د سوداګریزو همکاریو لپاره یې د هڅو د زیاتوالي ډاډ ورکړ.

د هرات والي اسلام جار وویل چې د هرات-خاف د اورګاډي پټلۍ د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لامل شوې او په سوداګرۍ کې لا زیاته همکاري اړینه ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي