د آسیا پراختیایي بانک د ختیځو ولایتونو د زلزلې قربانیانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۳ ملیونه ډالرو بیړنۍ مرستې اعلان وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د آسیا پراختیایي بانک د رسنیو دفتر نن پنشنبې (د تلې ۲ مه) په یوه بیان کې وویل چې دوی د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې قربانیانو سره ۳ ملیونه ډالر مرسته کړې ده.
په بیان کې زیاته شوې ده: دا مالي مرسته د آسیا-پسیفک د ناورین د غبرګون صندوق څخه چمتو کیږي او باید د خوراکي توکو کڅوړو یا شاوخوا ۶۰،۰۰۰ خلکو ته د نغدي مرستې په بڼه ورکړل شي.
په ورته وخت کې، د آسیا پراختیایي بانک هم اعلان کړی چې د قربانیانو سره د لا زیاتې مرستې لپاره نور انتخابونه څیړي.
د یادونې وړ ده چې د تیرې میاشتې په مرګونې زلزله کې، د پراخو مالي زیانونو سربیره، له دوه زرو څخه زیاتو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
جمهورخبري آژانس