د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون خبرداری ورکړ چې د اسراییلو رژیم لخوا په غزه برید به نه یوازې حماس له منځه یونسي، بلکې یوازې د ملکي وګړو د وژنې لامل به شي، او د سمدستي اوربند غوښتنه یې وکړه.
د جمهور اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د RFI او فرانس 24 سره په یوه مرکه کې وویل چې په غزه کې د اسراییلو رژیم بشپړ پیمانه جګړه به د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شي، مګر د حماس غورځنګ به له منځه یو نه شي وړلی.
هغه د بنیامین نتانیاهو پر کابینې نیوکه وکړه او ویې ویل: "د بندیانو خوشې کول د نتانیاهو لپاره لومړیتوب نه دی، که نه نو هغه به په غزه کې وروستي بریدونه تعقیب نه کړي او د قطر خبرې به یې سبوتاژ نه کړې."
د اسراییلو لوړ پوړي پوځي افسران هم دا مني چې په غزه کې جګړه په ټپه ولاړ حالت ته رسیدلې ده. دوی د مارچ په میاشت کې د اوربند له سرغړونې وروسته د سرتیرو ستړیا او درانه تلفات د دې خنډ د عواملو په توګه ګڼي، او باور لري چې حماس لاهم مقاومت لري.
مکرون د اوربند او د فلسطیني دولت د په رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه، او له امریکا یې وغوښتل چې تل ابیب دې ته اړ کړي چې خپل چلند بدل کړي، که نه نو اروپايي ټولنه به بندیزونه په پام کې ونیسي. هغه د لویدیځې غاړې یوځای کول د فرانسې لپاره "سره کرښه" وبلله.
جمهورخبري آژانس