۰

زلمی خلیلزاد: فاروق اعظم د طالبانو له بند څخه خوشې شو

پنجشنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۰۶
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی وايي چې د طالبانو له بند څخه د فاروق اعظم د خوشې کیدو راپور یې ترلاسه کړی دی.
زلمی خلیلزاد: فاروق اعظم د طالبانو له بند څخه خوشې شو
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی وايي چې د طالبانو له بند څخه د فاروق اعظم د خوشې کیدو راپور یې ترلاسه کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد نن پنشنبې (د تلې ۱۰مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، ما څو راپورونه ترلاسه کړي چې ډاکټر فاروق اعظم له بند څخه خوشې شوی دی.

هغه زیاته کړې،: که د فاروق اعظم خوشې کیدل ریښتیا وي، نو دا ډیره مثبته ده. ډاکټر اعظم یو هیوادپال دی چې د خپل هیواد سره د مرستې کولو لپاره د پام وړ وړتیا لري.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ښځو او نجونو لپاره د کار او تعلیم د محدودولو په اړه د غیر حاضر طالب مشر ملا هیبت الله د پالیسیو د نیوکې له امله ونیول شو.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي