۰

پروان کې وسلې او مهمات نیول شوي

پنجشنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۴ ساعت ۱۸:۳۷
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پروان ولایت څخه د وسلو او مهماتو د نیولو اعلان وکړ.
پروان کې وسلې او مهمات نیول شوي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پروان ولایت څخه د وسلو او مهماتو د نیولو اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن پنشنبې(د تلې ۱۰مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د پروان ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو د پلان شوي لټون په عملیاتو کې، د ولایت په مرکز چاریکار کې د مخدره توکو د یو پلورونکي له کور څخه د "اووه کلاشینکوف ټوپکونه، یو پیکا ټوپک، نهه لاسي بمونه، یو راډیو ټریپایډ او نور پوځي تجهیزات" په ګډون یو شمیر وسلې او مهمات ترلاسه کړل، چې پکې یو شمیر چرس او مخدره توکي هم شامل دي.

په بیان کې ویل شوي چې تر اوسه پورې د دې پیښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي