۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر راتلونکې اونۍ مسکو ته سفر کوي

پنجشنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۴ ساعت ۱۸:۴۱
د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر به راتلونکې اونۍ د مسکو فارمټ په اوومه غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته سفر وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر راتلونکې اونۍ مسکو ته سفر کوي
د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر به راتلونکې اونۍ د مسکو فارمټ په اوومه غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته سفر وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن پنشنبې (د تلې ۱۰مه) د دې ډلې تر کنټرول لاندې رسنیو ته وویل چې مولوي امیر خان متقي به راتلونکې اونۍ د مسکو فارمټ په اوومه غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته سفر وکړي.

متقي به د غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم وګوري.

تر دې مخکې، په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ویلي وو چې د مسکو فارمټ اوومه غونډه به د روان کال په اکتوبر کې ترسره شي.

هغه زیاته کړه چې د روسیې فدراسیون د لومړي ځل لپاره د طالبانو امارت د دې سیمه ایز فارمټ د رسمي غړي په توګه منلی او په راتلونکې غونډه کې یې د فعال ګډون هرکلی کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي