د جګړې ښکېلې غاړې باید د ملکیانو ژوند ته پام وکړي

7 حوت 1396 ساعت 8:50

د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د غونډو برخوال وايي، په افغانستان کې د جګړې ښکېلې غاړي باید د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته جدي پام وکړي.


د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د غونډو برخوال وايي، په افغانستان کې د جګړې ښکېلې غاړي باید د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته جدي پام وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د حکومت، د ښځو د ټولنو، د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون، مدني ټولنو او د مذهبي موسسو استازو د ملګروملتو تر چتر لاندې د بحثونو د لړۍ غونډه تېره ورځ یکشنبې د (کب ۶مه) کابل کې تر سره شوه.

په دې غونډو د افغانستان د روانې جګړې پر اغېزو خبرې وشوې د غونډو برخوالو د افغانستان په جګړه کې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل چې لا ډېرې هلې ځلې وکړي چې د ملکیانو ژوند ته خطر پېښ نه شي.

دوی دغه راز د افغانستان له حکومت او وسله والو مخالفانو وغوښتل چې نړیوالو بشري قوانینو، بشري حقونو او د مهاجرو حقونو ته پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر (یوناما) له شمېرنو سره سم په ۲۰۱۷ م کال کې تر ۱۰ زره زیات ملکي افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101801

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101801/

جمهور
  https://www.jomhornews.com