دا په زړه پورې ده ۰
د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د غونډو برخوال وايي، په افغانستان کې د جګړې ښکېلې غاړي باید د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته جدي پام وکړي.
د جګړې ښکېلې غاړې باید د ملکیانو ژوند ته پام وکړي
د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د غونډو برخوال وايي، په افغانستان کې د جګړې ښکېلې غاړي باید د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته جدي پام وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د حکومت، د ښځو د ټولنو، د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون، مدني ټولنو او د مذهبي موسسو استازو د ملګروملتو تر چتر لاندې د بحثونو د لړۍ غونډه تېره ورځ یکشنبې د (کب ۶مه) کابل کې تر سره شوه.

په دې غونډو د افغانستان د روانې جګړې پر اغېزو خبرې وشوې د غونډو برخوالو د افغانستان په جګړه کې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل چې لا ډېرې هلې ځلې وکړي چې د ملکیانو ژوند ته خطر پېښ نه شي.

دوی دغه راز د افغانستان له حکومت او وسله والو مخالفانو وغوښتل چې نړیوالو بشري قوانینو، بشري حقونو او د مهاجرو حقونو ته پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر (یوناما) له شمېرنو سره سم په ۲۰۱۷ م کال کې تر ۱۰ زره زیات ملکي افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
https://jomhornews.com/vdcgzq9qqak9z74.1gra.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته