دفاع وزارت وايي کندهار کې ۶۲ وسله وال وژل شوي دي

26 سرطان 1397 ساعت 13:07

دفاع وزارت په قندوز ولایت کې د سختې جګړې پر مهال د ۶۵ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.


دفاع وزارت په قندوز ولایت کې د سختې جګړې پر مهال د ۶۵ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د چنګاښ ۲۶ مه په خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هوايي بریدونه پرون د کندهار د معروف ولسوالۍ په کامران کاریز او جهانګیر کلیو کې پر طالبانو شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې عملیاتو کې د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي او د یوه قوماندان ملا بسم الله په ګډون ۳ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت زیاتوي، چې د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106407

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106407/

جمهور
  https://www.jomhornews.com