دفاع وزارت په قندوز ولایت کې د سختې جګړې پر مهال د ۶۵ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د چنګاښ ۲۶ مه په خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هوايي بریدونه پرون د کندهار د معروف ولسوالۍ په کامران کاریز او جهانګیر کلیو کې پر طالبانو شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې عملیاتو کې د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي او د یوه قوماندان ملا بسم الله په ګډون ۳ نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت زیاتوي، چې د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل